خبرونهاقتصادTOP

د افغانستان بانک ۱۳ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر

د افغانستان بانک، د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په موخه، د سې شنبې په ورځ د روان کال د لړم په ۲۴مه، (۱۳) میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري.

دغه بانک نن باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي دي، چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي یې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.

تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت د لا پیاوړتیا په خاطر (۱۴) میلیونه ډالره وپلورل.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا