امنیت

دکورنيو چارو وزارت اعلاميه :

-کابل/ دغبرګولې ١٤مه / باختر :
دوزير محمد اکبر خان  په جامع جومات دتروريستي پېښې په اړوند دکورنيو چارو وزارت اعلاميه .
دکورنيوچارو وزارت دوزير محمداکبر خان په جامع جومات  تروريستي بريد په کلکه غندي . او دتروريستانو دغه نه بخښوونکي جنايت به بې ځوابه پرې نه ږدي .پرون ماښام  په اوو بجو او پنځه ويشتو دقيقو دوزير محمد اکبر خان دجامع جومات  په انګړ کې دتروريستانو له خوا ځاى پرځاى شوى چاوديدونکې توکي وچاوديد . چې په دې تروريستي پېښه کې دوزير محمد اکبر خان دجامع جومات  دخطيب  ډاکټر اياز نيازي په  ګډون دوه تنه شهيدان او دوه تنه نور ټپيان شول .
په مقدسه اماکنو کې دتروريستي بريدونو ترسره کول داسلاميت اوانسانيت ددښمنانو کار دى .
تروريستانو يوځل بيا پر جومات په بريد سره په تاريخ کې يوبل ستر جنايت ترسره کړل .
دکورنيو چارو وزارت ددغې ويرجنې تروريستي پېښې  دشهيدانو اوټپيانو کورنيو ته دډاډګيرنې او خواخوږى په وړاندې کولو سره دډاکټر محمد اياز نيازي شهادت هېواد ته يوه ستره ضايعه بولي او ټينګارکوي  چې دغه پېښه په جدي توګه  څيړي . او عاملينو ته به يې سزاورکړي .
ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته