امنیت

پکتیا کې درې تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل باختر د مرغومې ۳۰ مه
د پکتیا ولایت داحمد خېلو ولسوالۍ په ملنجه سیمه کې یو تن ډار اچوونکی وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، دغه ډار اچوونکي د ګډو افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ویل کېږي د تېرې ورځې په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته