فرهنګ

د ارواښاد استاد نصرالله حافظ د مړینې له امله د پوهنې د وزیر د خواخوږۍ پیغام

کابل_باختر د لړم دمياشتې ٢٣ مه:
د ارواښاد استاد نصرالله حافظ د مړینې له امله د پوهنې د وزیر د خواخوږۍ پیغام!
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ادب ځلانده ستوری، تکړه لیکوال، شاعر او د پوهنې د برخې فعال استاد نصرالله حافظ د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
ارواښاد حافظ چې په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی و؛ د خپل ژوند ستره برخه یې پښتو ادب ته په کار او خدمت کولو تېره کړه. هغه د ادب په مختلفو برخو کې کتابونه لیکلي او د افغانستان د ملي راډیو- ټلویزیون تکړه کارکوونکی پاتې شوی دی.
استاد حافظ د دې ترڅنګ د پوهنې د برخې تکړه استاد او د نصاب د کتابونو لیکوال او هغو کتابونو ته د شعرونو او نظمونو لیکونکی هم و. ارواښاد حافظ د هیواد د درد، رنځ او افغاني احساس په اړه ادبي او په هیواد کې د پوهنې د ودې او روڼتیا د رامنځته کېدو په اړه علمي لیکنې کولې.
ارواښاد نصرالله حافظ له تېرې اوږدې مودې راهیسې د ناروغۍ له امله ځورېده او بالاخره د تېرې پنجشنبې په شپه په حق ورسيد.
استاد حافظ که څه هم په خپلو تلو سره د افغانستان په ادبي او علمي برخه کې یوه ستره تشه تر شا پرېښوده، خو ترڅنګ یې یوه بډایه علمي او ادبي پانګه هم پریښې، چې دده چاپ شوي او ناچاپه آثار دي.
موږ په داسې حال کې چې د ارواښاد استاد وفات د هیواد عملي او ادبي برخې ته نه جبیره کېدونکې ضایعه بولو، د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته د جنت هیله کوو، خپلوانو او کورنۍ ته یې د سترصبر او جمیل اجر غواړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته