اقتصاد

د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستان څخه د برېښنا د واردولو قرارداد لاسليک کړ

کابل /د مرغومي ٦مه /باختر
د افغانستان برېښنا شرکت د تاجک له برېښنا سره له تاجکستان څخه د برېښنا د واردولو د تړون لاسليک کولو خبر ورکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي لوى رييس حافظ محمد امين او د تاجک د برېشنا رييس اسماعيل زاده د ٢٠٢٢ميلادي کال لپاره له تاجکستان څخه افغانستان ته د برېښنا واردولو تړون لاسليک کړ.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې ؛ دواړو لورو دغه تړون له دوه ورځنيوخبرو وروسته لاسليک کړ او د دې تر څنګ هغه قرارداد چې د سياسي بدلونو نو له امله د څو مياشتو را پدې خوا ځنډول شوی و هم لاسليک شو.
دغه راز دواړو لورو د کاسا ١٠٠٠ او د ٥٠٠کيلوولټ مزو د غزولو په ګډون د انرژۍ سکتور په برخه کې د سيمه ييزو او پرمختيايي پروژو په اړه خبرې وکړې.
په همدې حال کې د افغانستان اسلامي امارت له تاجکستان سره دهمکارۍ ژمنه وکړه او د ځنډول شویو پروژو د کار بيا پيل د امنيت تامينولو په برخه کې تيارى څرګندکړ.
ج-ا

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا