ورزش

د کابل پوليتخنيک ټيم د هندبال د سياليو اتل شو

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٩

د محصلانو د جام د هندبال سيالۍ نن د کابل پوليتخنيک پوهنتون د ټيم په اتلوالۍ سره پاى ته ورسيدې.

د بدني روزنې او سپورت رياست د خپرونو غړي سيد نصرت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د محصلانو د جام د هندبال سيالۍ څلور ورځې مخکې د شپږو ټيمونو په ګډون د بدني روزنې او سپورت رياست په جمنازيوم کې پيل شوې وې چې په وروستۍ لوبه کې د پوليتخنيک پوهنتون ټيم د شپاړلسو په وړاندې په پنځه ويشتو سره د شهيدا استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ټيم ته ماتې ورکړه او اتل شو.

دغه راز د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون ټيم دويم او د بدني روزنې د انستيتوت ټيم دريم مقام وګاټه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته