خبرونهټولنه

د افغانستان حکومت د نادرو حیواناتو او مرغانو په ساتنه کې د نړیوالو کنوانسیونونو پر وړاند ژمن دی

کابل، د لړم ۹ مه، باختر

د کمیابو حیواناتو او مرغانو د ساتنې لپاره نن د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس له لوري، د چارو ادارې د دفتر رئيس قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسئولینو په ګډون غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د دفتر رئیس قاري عبدالولي صدیقي د کمیابه حیواناتو او مرغانو په اړه د ریاست الوزرا هدایت ولوست او په هېواد کې یې د حیواناتو او مرغانو د ساتنې په ارزښت خبرې وکړې.

په غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ معین ډاکټر ذین العابدین عابد وویل، چې د افغانستان حکومت د نادرو حیواناتو او مرغانو په ساتنه کې د نړیوالو کنوانسیونونو پر وړاند متعهد دی.

په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د ملي او نړیوالو سیلانیانو د جلبولو د فرهنګ پر څرنګوالي او له دې لارې د عوایدو په لوړوالي هم خبرې وکړې.

د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالباقي منصور د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له استازو وغوښتل چې د کمیابه حیواناتو او مرغانو د ساتنې او د ښکار د څرنګوالي په اړه خپل نظرونه د مکتوب له لارې چارو ادراې ته واستوي تر څو يي د پرېکړې لپاره له ریاست الوزرا مقام سره شریک کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا