سیاست

د اجراييه رييس د ډنمارک د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

‘-کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٢ د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس نن سهار د ډنمارک د بهرنيوچارو وزير سره د سپيدار په ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې وکتل. د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير د ملي وحدت د حکومت د جوړيدو له امله ډاکتر عبدالله عبدالله ته مبارکي وويله او يوځل بيا يې له افغانستان سره د خپل هيواد ملاتړ اعلام کړ. د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په دوام زياته کړه: هيواد يې د راتلوونکو دريو کلونو لپاره له افغانستان سره ٩٠ مليونه ډالره مرسته برابروي او په پوځي برخه کې هم خپلو همکاريو ته دوام ورکوي. د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس افغانستان ته د ډنمارک د بهرنيو چارو د وزير د سفر هرکلى وکړ؛ له افغانستان سره يې د دغه هيواد د همکاريو او ملاتړ له امله قدرداني وکړه. اجراييه رييس زياته کړه: د ملي وحدت حکومت له فساد سره په مبارزه کې د نظر په يو والي او غوڅې ارادې سره عمل کوي. د نوې کابينې جوړول، له اداري فساد سره مبارزه، پارلماني او د ولسواليو د شوراګانو انتخابات، اصلاحات، شايسته سالارۍ، د ښځو حقوق، د سولې بهير، له ګاونډيو هيوادونو سره اړيکې، په افغانستان کې د طبيعي زيرمې په تېره بيا تيل او ګاز او له تروريزم سره مبارزه هغې مسئلې وې چې په دې کتنه ورباندې خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته