ورزش

د آزادي ټيم د باختر ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٠
په هرات ولايت کې د فوټبال د دويم لاس سياليو نن سهار د باختر او آزادي دټيمونو په لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په دې لوبه کې د آزادي ټيم د صفر په مقابل کې په دوو سره دباختر ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي .
ديوبل خبرله مخې: په هرات ولايت کې د فوتسال د دويم لاس غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د اتحاد ټيم دصفر په مقابل کې په يوې سره د زحل پرټيم بريالى شو او په بله لوبه کې دعمران ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دهيواد پرټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ دڅليرويشتو ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوې دي .
دغه راز په هرات ولايت کې پرون لسم شخصي ورزشي لوبغالى پرانستل شو او ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
دغه لوبغالى دڅلورسوه پنځوس مربع متره ځمکې کې د ساحل سبز په نامه جوړ شوى دى چې له دې څخه به يوازې دسياليو او تمرينونو لپاره استفاده وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته