سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان خلک: له افغان مهاجرينو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند له بشري حقونو سرغړونه ده

تبصره، کابل، د لړم ٢١ مه، باختر

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو ځورول نه یوازې له نړیوالو میثاقونو سر غړونه ده، بلکې د ښه ګاونډیتوب او انساني عاطفې له پامه غورځول دي، چې بايد ورته د پاى ټکی کېښودل شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: نړیوالو تړونونو او نړیوالو میثاقونو د مهاجرینو حقوق مشخص کړي دي، مهاجرت خپل لاملونه او مکلفیتونه لري او نړیواله ټولنه هم د دې پدیدې پر وړاندې یو نظر لري.

مهاجر مجرم نه دی، بلکې په بل هېواد کې د پاتې کېدو دلیل لري، او ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه له غړو هېوادونو څخه غواړي، چې د مهاجرینو سره له نړیوالو کنوانسیونونو سره سم چلند وکړي او هغوی ته هر ډول آسانتياوې برابرې کړي او د مهاجرينو پر وړاندې له تحقير ډک چلند له بشري حقونو څخه سرغړونه  ګڼل کېږي.

څرنګه چې ليدل کېږي یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان شاوخوا هېوادونه او په ځانګړې توګه پاکستان د مهاجرینو پر وړاندې خپل مکلفیتونه هېر کړي دي له افغان مهاجرینو سره داسې ستونزمن چلند کوي، چې د انساني معیارونو له مخې نه شي تعریف کېدای.

د پاکستان پولیسو او د دغه هېواد رسنیو ویلي، چې په دې وروستیو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څه د پاسه  ۱۱۰۰ افغان کډوال په دغه هېواد کې د غیر قانوني اوسېدو په دليل نیول شوي دي.

دا لومړۍ شمېره ده چې په دې وروستیو کې ثبت شوې ده، په داسې حال کې چې له دې شمېر څخه زیات افغان کډوال په پاکستان کې د اوسېدو د اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي دي.

په هغه هېواد کې د بشري حقونو د ملاتړ سازمانونو او رسنیو د افغان مهاجرینو پر وړاندې د ناوړه او له تحقير ډک چلند او په زندانونو کې د هغوی د ناوړه ژوند په اړه خبرې کړې دي او حتی د دغو بندیانو د یو تن د مړینې خبر هم خپور شوی، چې تر اوسه پورې د زندان مسوولين هم دې ته نه دي حاضر چې د هغه مړى خپلوانو ته وسپاري.

هغه انځورونه چې په ټولیزو شبکو کې خپاره شوي، د دغو پناه غوښتونکو د لېږدولو پرمهال د پاکستاني پولیسو چلند چې له کډوالۍ پرته بله ګناه نه لري، له تحقير ډک چلند او د عاطفي او انسانیت نښه په کې نه ليدل کېږي.

پاکستان چې د ملګرو ملتونو غړی دی، نړیوال کنوانسیونونه یې لاسلیک کړي، هغوی په دې کار سره وښودله چې دغو کنوانسیونونو ته درناوې نه لري او د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو پر وړاندې یې خپل مکلفیتونه او ژمنې هېرې کړې دي.

دغه رازله ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو له کنفرانس او نورو نړيوالو سازمانونو څخه د افغانستان د خلکو هيله دا ده، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرينو د حقونو د سرغړونو په هکله څېړنه وکړي، پاکستان باید ومني چې مهاجرت یوه غیر سیاسي پدیده ده او مهاجر یو اړمن انسان دی چې باید ورسره مرسته وشي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا