سیاست

جمهوررئيس حامد کرزي او د هند صدراعظم من موهن سېنګ ټليفوني خبرې وکړې

کابل باختر دوري دمياشتي ١٨ :
د هند صدراعظم منموهن سېنګه نن له غرمې مخکې د یوې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې جمهور رئيس حامد کرزي او د افغانستان ولس ته په افغانستان کې د انتخاباتو د بریالي ترسره کېدو په ویاړ مبارکي وویله.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ :
منموهن سېنګ د جمهور رئيس کرزي له رهبرۍ او د افغانستان د خلکو له مېړانې، قاطعيت او ارادې ستاینه وکړه چې تروریزم او تاوتریخوالي ته يې نه، وويل او د خپل هېواد د ديموکراتيکې او هوسا راتلونکې لپاره يې رایه ورکړه.
د هند صدراعظم ټينګار وکړ چې هېواد به يې په راتلونکي کې هم له افغانستان سره خپل ملاتړ او مرستو ته دوام ورکړي.
د دغې ټليفوني اړيکې په ترڅ کې جمهور رئيس حامدکرزي وویل:  افغانانو په انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره د افغانستان د غوره راتلونکې په اړه خوشبيني وښوده.
جمهور رئيس هيله څرګنده کړه چې د هند راتلونکي انتخابات به هم په ښه او پراخه توګه ترسره شي.
حامدکرزي د هند له صدراعظم او د دوی له دوامدارو مرستو او ملاتړ څخه په مننې سره، وویل چې د افغانستان خلک، هند خپل ريښتينى دوست ګڼي.
جمهور رئيس ډاډ څرګند کړ چې د افغانستان راتلونکی حکومت او جمهور رئيس به هم د هند نږدې متحد او ملګری پاتې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته