پل علم باختردوري دمياشتې ٢٦نيټه :
په لوګرولايت کې پرون دملي اردو يو افسر شهيد کړاى شو.
د لوګر د والي وياند سليم صالح دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ چې د٢٠٣ تندر قول اردو دڅلورمې لوا دلومړي کنډک قوماندان ډګرمن عبدالوهاب هغه وخت شهيد کړاى شو کله چې د ده دسپرلۍ موټر د دغه ولايت دپل علم ښار په مربوطاتو کې په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
صالح زياته کړه چې په دې پيښه کې د ده يو سرتيرى هم شهيد شوى او درې تنه نور سرتيري ټپيان شوي دي.
ويل کيږي دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي اردو دمنسوبانو دسپرلۍ موټر دپارلماني انتخاباتو د رايې ورکولو د نوم ليکنې د مرکز له پرانستلو وروسته د لوګر دمرکز له آبچګان کلي څخه ستنيده.
پاى ع ذ
0 1 دقیقه لوستل