امنیت

دوه تنه دجنګي وسايلو دليږدونې پرمهال ونيول شول .

کابل باختر دورى نهمه :
دبغلان ولايت دملي امنيت درياست منسوبينو په دې وروستيو کې دوه تنه له يوې اندازې جنګي وسايلو ، پوځي تجهيزاتو او نشه يي توکو سره نيولي دي .
دبغلان ولايت دملي امنيت درياست يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه ولايت په بيلابيلو سيموکې ديو لړجلا جلا عملياتو په بهير کې  دوه تنه له دوه اتيا کڅوړو اوموچرسو او اپينو ، يوه توغندي  ويشتونکي ،  شپږو  تومانچو دپرسونل ضد څو ماينونو يوه کرولا موټر او يوه سراچه ډوله موټر سره نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته