
کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر
د افغانستان د آزادو مبارزو اتل حسین بخش صفري د خپل روسي سیال پر وړاندې ماتې وخوړه.
د دغې لوبې په لومړیو ثانیو کې رینات اوندار وتوانید چې د افغانستان لوبغاړي حسین بخش صفري ته ماتې ورکړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، دغه لوبه تېره شپه په روسیه کې د نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې ترسره شوې ده .
روسي مبارز رینات اوندار په بلدوزر معروف دی او په نړۍ کې د آزادو مبارزو یو ډیر خطرناکه لوبغاړی دی.
صفري د خپل روسي سیال پروړاندې له ماتې وروسته د افغانستان له خلکوڅخه بخښنه غوښتې.
ع