نړۍ

دوه پوليس په کويټه کې ووژل شول .

ناپيژندل شويو وسله والوکسانو پرون دبلوچستان ايالت په مرکز کويټي ښار کې دوه پوليس په ډزو سره ووژل او په موټر سايکل باندې دپيښې له سيمې  څخه وتښتيدل .

 دپوليسو  مړي دقانوني پړاونوله بشپړولو وروسته دهغوى کورنيو ته وسپارل شول .

 د کويټي ښار  دپوليسو يوجګپوړي افسر وويل دغه ډزې  قصدي وي  او عاملين به يې ډير ژر ونيول شي .

 په تيره يوه اوونۍ کې په پيښور او دکرمي ايجنسۍ   په قبايلي سيمه کې څه ناڅه ددريو تنو افسرانو دوژل کيدو خبر ورکړ شوى دى چې په دى سربيره  دوه تنه ټپيان شوي هم دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته