امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان دغيرمسوولو وسله والوکسانو په نښته کې ووژل شول

 کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :
پنځه تنه وسله وال طالبان  دفراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې  له غيرمسوولو وسله والو کسانو سره په نښته کې ووژل شول.
په فراه ولايت کې دپوليسو يوه امنيتي مقام دباخترآژانس  خبريال ته وويل :
په دغو طالبانو له هغه وروسته  بريدوکړ چې  دوى  په غيرمسوولو وسله والو    له خوا دبريد نيت درلود.
داړ ونده خبرځاى  دڅرګندونوله مخې :په دې نښته  کې پنځه تنه وسله وال طالبان  په فراه ولايت کې  دغيرمسوولو کسانوله خوا ووژل شول.
ويل کيږي ددغو نښتو په بهيرکې يو غيرمسوول وسله وال سړى هم وژل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته