امنیت

په ننګرهار ولايت کې د چاودنې له امله دوه تنه ټپيان شول

کابل – باختر دثور دمياشتې ٣
د هغې چاودنې له امله چې پرون مازيګر په ننګرهار ولايت کې وشوه؛ دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوال محمدصديق مومند د باختر آژانس خبريال ته وويل: چاودنه د هغه مقناطيسي ماين زيږنده وه چې دملکي وګړو د سپرلۍ په موټر کې لګول شوى و او د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د دامان په ساحه کې وچاوديد.
ده وويل: په دې پيښه کې دوه تنه سپرلۍ چې ملکي وګړي وو؛ ټپيانې شوې او د جلال آباد د روغتون مسوولينو د هغوى روغتيايي حالت مخ په ښه والى بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته