ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا!

کابل باختردزمري دمياشتې ١٣ :
دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا!
دپاکستان دتحصيلي بورسونو دنوماندانو دانګليسي ژبې آزموينه اخيستل کيږي.
په کابل کې دپاکستان سفارت د روان کال د زمري دمياشتې په پنځلسمه نيټه  دسه
شنبې دورځې د سهار په شپږو بجو ددغه هيواد د تحصيلي بورسونو له هغونوماندانو
څخه چې پخوا د لوړو دزده کړو وزارت له خوا دانګليسي ژبې د آزموينې لپاره دغه سفارت ته معرفي شوي وو، آزموينه اخلي له دې امله نوماندان دې بايدسفارت ته د مراجعې په وخت کې دتابعيت اصلي تذکره ، اصلي شهادت نامه اودوه عکسونه  له ځان سره  ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته