سیاست

دشهيد استاد برهان الدين رباني دشهادت ددريم تلين ددرناوي دمراسمو کميسيون غونډه وکړه

کابل باخترد وږي دمياشتې  ١٠  :
دسولې دشهيد استاد برهان الدين رباني دشهادت ددريم تلين دنمانځنې دمراسمو عالي کميسيون دکورنيو چارو وزارت دسترامنيتي معين سترپاسوال محمد ايوب سالنګي په مشرۍ نن ددغه وزارت په مقرکې   غونډه وکړه.
دکورنيو چارو  وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
داستاد برهان الدين رباني  دشهادت ددريم تلين ددرناوي دکميسيون مشرتابه او غړو په لومړۍ غونډه کې څلور ګونې کميټې ، تشريفاتو ، فرهنګي ، لوژستيک او دټولنيزو  خدمتونو  جوړې شوې  او هرې يوې دغې کميټې ته دنده وسپارل شوه چې دنمانځنې دمراسمو  دپرځاى کولو دڅرنګوالي په باب چې دروان کال دوږي دمياشتې  په ٢٩ نيټه به ترسره شي  خبرې وکړي  اوپه ښه توګه ددغو مراسمو دپرځاى کولو په خاطر دې  خپل پيشنهادونه عمومي غونډې ته وړاندې کړي .
دغه راز په  دې غونډه کې  دکورنيو چارو وزارت  ستر امنيتي معين ستر پاسوال محمدايوب سالنګي دهېوا دملي اتل شهيد احمدشاه مسعود دشهادت دتلين  ددرناوي دمراسمو  پرځاى کولو ته په اشارې سره دکابل ولايت امنيه قوماندان ، دکابل د امنيت رييس  او دملي  اردو د ١١١ فرقې قوماندان موظف کړل  چې دوږې دمياشتې د ١٨ نيټې دمراسمو دامنيتي تدبيرونو دنيولو په برخه کې هم د جمهوري رياست دمقام له  حکم سره سم  جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
ددغې غونډې په پاى کې پريکړه وشوه چې په راتلوونکي اوونۍ کې دې هم دغه  کميسيون دسولې دشهيد استاد برهان الدين رباني دشهادت دتلين دمراسمو دچارو  دلاښه تنظيم او همغږۍ په مقصد يوه بله غونډه جوړه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته