امنیت

د طالبانو پخواني مشر دوه مياشتې په ايران کې و

تهران باختر د غبرګولي  اتلسمه :
  د اسلامي انقلاب د رهپويانو جمعيت ته نږدې رسنۍ خبر ورکړ چې د افغانستان د طالبانو پخواني مشر  ملا اخترمحمد منصور يوه موده په ايران کې  ژوندکاوه او نږدې له وژل کيدوڅخه يوه اوونۍ مخکې له دغه هېوادڅخه وتلى و.
ددغه خبر له مخې چې پرون خپور شو؛ ملا اختر محمد منصور په ايران کې په دوه مياشتنۍ  استوګنې سره د ايران د بېلابېلو مرکزونو او دستګاوو سره ډول ډلو خبرې اترې کړې دي او د دواړو لورو ترمنځ يولړ موافقې شوې دي.
جهان نيوز  د کوم ځانګړي مرکز له يادونې پرته ليکلي دي چې دموافقو له جملې څخه چې په ايران کې شوې دي؛ دا وي چې ملا اختر محمد منصور له داعش سره  د طالبانو له پيوستون مخه ونيسي او هڅه وکړي چې طالبان خپل هماغه هويت وساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته