امنیت

په غورکې د شپږو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل / د چنګاښ ۱٨ مه / باختر
د غور پوليسو پرون په دغه ولايت کې د شپږو ماينونو په کشف سره د څو چاودنو مخه ونيوله.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمعروف رامش باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ پوليسو شپږ ماينونه د فېروزکوه د ګلزاربيدان سيمې په لاره او د غور د دولتيار ولسوالۍ په دهن تيلک کلي کې کشف او شنډ کړل.
هغه زياته کړه چې دغه ماينونه وسله والو طالبانو پر امنيتي منسوبينو او ملکي وګړو د بريد په موخه ځاى پرځاى کړي وو.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته