دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
په دغو ټیلیفوني خبروکې حامدکرزي د سولې د عالي شورا د ریس پروفیسور استاد برهان الدین رباني د ترور د عواملو د څیړنې لپاره له لیږل شوي افغاني پلاوي سره د پاکستان د همکارۍ له امله مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس همدا راز په دې ټلیفوني اړیکه کې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د یو شمیر پاکستاني عسکرو د وژل کیدو له امله د پاکستان صدراعظم ، دولت او خلکو ته د خپلې ډاډګیرانې او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل.
جمهورریس وویل: د دا ډول پیښو رامنځته کیدل په سیمه کې د روانو حالاتو پایله ده چې دواړه هېوادونه باید له دا ډول ستونزو سره په ګډه مبارزه وکړي ترڅو سیمه د دا ډول پیښو له تکرار څخه خلاصون ومومي.
په دې اړیکه کې حامدکرزي د پاکستان له صدراعظم څخه وغوښتل چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیره دې د بن په کنفرانس کې ګډون وکړي ځکه چې د بن په کنفرانس کې د پاکستان ګډون د دواړو وروڼو هېوادونو په ګټه دی.
یوسف رضا ګیلاني د حامدکرزي د ټیلیفوني اړیکې له امله مننه وکړه او وې ویل: پاکستان تل هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې په مناسب ډول حل کړي.
ده په سیمه کې له رامنځته شویو امنیتي ستونزو سره د مبارزې لپاره د دواړو هېوادونو همکاري اړینه وبلله.
یوسف رضا ګیلاني له ولسمشر سره په دې خبروکې د بن په کنفرانس کې د خپل حکومت د نه ګډون په اړه څه ونه ویل.