سیاست

سید اقا فاضل سنچارکي د اجرائیه رئیس د فرهنګي سلاکار په توګه وټاکل شو

کابل_باختر_ د مرغومي د مياشتې٢٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس د ۸۹ ګڼه حکم پر اساس، په مافوق بست کې، د ټولنیزو او فرهنګي چارو د سلاکار په توګه، د ښاغلي سید آقا فاضل سنچارکي ټاکنه منظوره کړه.
سید اقا فاضل سنچارکي به د اجرائیه ریاست اړوند په ټولنیزو او فرهنګي مسایلوکې له اجرائیه رئیس سره کار کوي او په دې برخه کې به د فعالیتونو د ښه والي لپاره پر اړینو پلانونو او ستراتیژیو تمرکز کوي.
دی له دې وړاندې د افغانستان د ملي ایتلاف د رسنیو ریاست د رئیس، په ولسمشریزو ټاکنوکې د اصلاحاتو او همګرايى د ټيم ویاند او د مطبوعاتي دفتر د مشر او همدا راز د یوې اوږدې مودې لپاره د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د مرستیال په توګه پاته شوی دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته