ټولنه

پر يوسلو پنځوسو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول

کابل/باختر/ د وږي٢٤ مه
په بدخشان کې د وروستيو جګړو پر ١٥٠ بې ځايه شويو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
د بدخشان د بهارک ولسوال نور آقا نادري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست په دغې ولسوالۍ کې پر ١٥٠ جګړه ځپلو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
هغه وويل چې پر هرې کورنۍ يوه بورۍ غنم، يوه بورۍ وريچې او يو قطي غوړي  ووېشل شول.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته