ټولنه

په ننګرهارکې له بې وزلو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل/دلړم۲۲مه/باختر
د  FGAادارې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې له ۶۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د کوټ ولسوال نجيب الله رحماني د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په مرسته کې اوړه، دال، غوړي او نور توکي شامل دي چې پر ۶۰۰ بې وزله کورنیو ووېشل شوه.
په ورته وخت کې د کوز کونړ ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري هم د دغې ولسوالۍ کوټې تاران سيمه کې د غر ښوييدنې په پېښه کې د شهيد شوي کس له کورنۍ سره د خوراکي توکو مرسته وکړه او د شهيد د کورنۍ غړو ته يې د ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب څرګند کړل.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته