سیاستخبرونه

 د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي له ایراني پلاوي سره په کابل کې وکتل

کابل، د زمري ١٩مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي نن له غرمې وروسته د ایران اسلامي جمهوریت د نیرو وزیر علي اکبر محرابیان په مشرۍ له راغلي پلاوي سره په کابل کې وکتل.
 باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوبو او انرژۍ اړوند بېلابېلو مسائلو په اړه رغنده بحثونه وشول.
په کتنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت، د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ هـ ل کال د معاهدې د بشپړې پلي کېدو په اړه ژمنتیا لري.
همدا رنګه، د ایران د نیرو وزير هم یاد تړون ته، د دغه هېواد ژمنتیا ته په اشارې ويلي چې ایران چمتو دی د بادي برېښنا د تولید، د برېښنا صادرات او د افغانستان لویو ښارونو ته د څښاک اوبو د انتقال په سترو پروژو کې له افغانستان اسلامي امارت سره همکاري وکړي او په دې اړه خپلې تجربې شريکې کړي.
د کتنې په پای کې پرېکړه شوې چې د هلمند سیند د اوبو تړون مطابق د ایران د حقابې د ورکړې درېیو ځايونو د ټاکل کېدو په اړه عملي چارې د ټاکل شوي مهالوېش له مخې ډېر ژر پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان او ايران پلاوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو ستونزې د حل په موخه ناستې او خبرې کړې دي.
وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا