ټولنه

په قندهارکې د راى ورکولو د پاڼوکمښت او د ځينو مرکزونو د پرانستلو ځنډيدل

کابل باختر د لړم پنځمه :
د ځينو مرکزونو  په پرانستلوکې ځنډ او په ځينو نورو مرکزونوکې د راى ورکولو د پاڼو کمښت د قندهار د اوسيدونکو اعتراضونه را پارولي دي .
د قندهار اوسيدونکي وايي چې ځينې مرکزونه د سهار په نهو بجو او ديرشو دقيقو او نهو بجو او څلويښتو دقيقوکې پرانستل شول، په داسې حال کې چې بايد د سهار په اوو بجو د راى ورکوونکو پرمخ پرانيستل شوي وای.
له بلې خوا هم دوى په ځينو مرکزونوکې د رای ورکولو د پاڼو له کمښت څخه شکايت لري.
د پنجوايي ولسوالۍ اوسيدونکى حاجي آقا وايي چې په دې ولسوالۍ کې زياتره مرکزونه د راى ورکوونکو پرمخ له يوه او دوو ساعتونو وروسته پرانستل شول. 
ده وويل: دغه ځنډ د دې سبب شوى دى چې په پنجوايي کې د راى ورکولو په مرکزونوکې د خلکو ګڼه ګوڼه زيات شي .
  د ميوند ولسوالۍ اوسيدونکى کبير وايي چې د راى ورکولو په مرکزونوکې د راى ورکولو پاڼې په کافي توګه نه دي ليږدول شوې .
ده وويل: کميسيون بايد هر مرکز ته د نوم ليکنې په شمېر د راى ورکولو پاڼې او دستګاوې ليږدولې وای، خو په ميوند ولسوالۍ کې د راى ورکوونکو د اوږده صفونو په شتون سره سره، بياهم په ځينومرکزونوکې د راى ورکولوپاڼې کمې دي. 
دقندهار د انتخاباتو د کميسيون مسوولين د انتخاباتو د ترسره کولو په بهير کې ځينې ستونزې مني، خو وايي چې دغه ستونزې ډير ژر لرې کيږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته