
کابل، د وږي ۱۱مه، باختر
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي ایران هېواد ته د سفر په ترڅ کې د سنګان – خواف اوسپنې پټلۍ څخه، چې د ایران په خاوره کې د سنګان اوسپنې کان، کاني توکي د ایران بېلابېلو ښارونو ته لېږدوي لیدنه وکړه.
د دغه لیدنې په ترڅ کې د سنګان- خواف اوسپنې پټلۍ بېلابېلې برخې لکه په واګونونو کې د کاني توکو تخلیه او بارګیري، لېږد را لېږد او د فرعي پټلیو څرنګوالی او حفظ او مراقبت له نږدې وکتل شول او د ایراني مسؤلینو له لوري افغان پلاوي ته په یادو برخو کې اړین مالومات وړاندې شول.
همدارنګه د دغه لیدنې په دوام د ایران سنګان کاني سیمه کې، چې د افغانستان له کاني سیمې (غوریان) سره نښتې ده او د اوسپنې پټلۍ پر مټ اړیکه لري، د کاني توکو د استخراج او پروسس له یوې مهمې کمپنۍ څخه هم لیدنه وشوه او د یادې کمپنۍ استخراجي ظرفیت، ماشینري، تأسیسات او تولیدي پروسه وکتل شوه او په اړه یې مهم مالومات ترلاسه شول.
یاده دې وي چې د سنګان ـ خواف اوسپنې پټلۍ د شمتیغ له صفري نقطې څخه تېریږي او د هرات ولایت تر روزنک سټیشن پورې د ۶۲ کیلومترو په اوږدوالي دوام لري، چې هېواد مخامخ له ایران سره وصلوي او د غوریانو اوسپنې کان د استخراج په صورت کې به د یاد کاني توکي له همدې اوسپنې پټلۍ څخه لېږدول کیږي.