کابل باختردليندي دمياشتې ٣ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، نن د وینې بانک ته خپله دوه سوه پنځوس سي سي وینه ورکړله.
باختراژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې
حامدکرزي د وینې د ورکولو پر مهال په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزیره میرمن ثریا دلیل هم حاضره وه، هیله وکړه چې د ده دغه لږه اندازه وینه، وینې ته د اړوکسانو د ژوند د ژغورلو وسیله وګرځي او زموږ نور هېوادوال هم د خیر او ثواب په دغه کارکې برخه واخلي.