کراچي باختر دوري لسمه
دپاکستان دکراچۍ ښار په يوه ښوونځي کې دلاسي بم دچاودنې له امله ددغه ښوونځي مدير ووژل شو اوشپږ تنه زده کوونکي سخت ټپيان شول .
باختراژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې خبري سايت له خولې خبر راکړ ،دغه چاودنه دکراچي ښار دبلديې دناحيې په يوه ښوونځي کې وشوه او ددغه ښوونځي مدير عبدالرشيد ووژل شو ، مقتول دملي عوامي ګوند فعال غړى و او بيا بيا ګواښل شوى و .
دغه چاودنه په دغه ښوونځي کې دجايزو دويش په مراسمو کې وشوه اوله چاودنې وروسته يو شمير ناپيژندل شويو يرغلګرو په زده کوونکو په ډزو لاس پورې کړ .
ددغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او دڅو تنو ټپيانو حالت خراب بلل شوى دى . تراوسه پورې ددغه تروريستي بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستي . دپوليسو خاصو قطعاتو دپيښې شاوخوا ساحه ترکنترول لاندې نيولې ده .
3 1 دقیقه لوستل