امنیت

اعلاميه

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دامنيتي  او دفاعي ځواکونو کډه اعلاميه
دافغانستان امنيتي  او دفاعي ځواکونه تل خلکو ته دخدمت او دتروريزم او دنورو دښمنانو پرضد دغوڅې  مبارزې په موخه زياتې او سترې قربانۍ زغملي دي چې هېواد باثباته وي او زموږ خلک په يوه خوندي فضا کې ژوند وکړي .
  دهغوى له اساسي دندو څخه دقانون ټنيګښت او دهېواد دنافذو قوانينو تطبيق او دهېواد داتباعو دمدني حقوقو ساتنه او دامنيت  تامينول دي .
  دافغانستان داساسي قانون له شپږ ديرشمې مادې  سره سم دسوله ئيز  او مدني مظاهرو ترسره کول  دافغانستان دهر تبعه مسلم حق  دى او دافغانستان دټولنو اومظاهرو په قانون کې حقوقي  چوکاټ يې حدود او ممنوعه موارد په څرګند ډول ليکل شوي دي چې دعامه نظم دګډوډيدو او دنورو فزيکي او رواني امنيت ته دزيان رسولو مخه ونيول شي .
  دغونډو او مظاهرو  دقانون داوومې مادې له مخې مدني غونډې اومظاهرې  ، په مشخصو  عامه سيموکې په يوه مشخص تګلوري کې او په يو مشخص وخت کې پيل او له لمر لويدو مخکې پاى ته رسيږي .
داساسي قانون دشپږ ديرشمې مادې دحکمونو ،  دمطاهرو  او غونډو دقانون او دملي پوليسو  دقانون په رڼا کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو وروستۍ هڅې  دادي چې دهېوادوالو دمدني مظاهرو حق وساتل شي اوهيڅ کړۍ ونه کړي شي ددغومظاهرو  او د عامه نظم او امن د ګډوډيدو سبب شي
له دې امله ددې هېواددبچيانو په توګه ، ستاسو امنيتي  او دفاعي  ځواکونه دغه مراتب هېوادوالو ته  وړاندې کوي .
١_  دروان کال دثور دمياشتې د ٢٧ نيټې ددوشنبې دورځې مظاهره ،دشهيد مزاري له واټ  څخه پيل ، دميرويس ميدان ، دهمزنګ  اودميوند واټ له تګلوري  څخه دحضوري چمن په لور دوام مومي او پاى ته رسيږي
دمظاهرو دقانون داتمې مادې له مخې پوځي تاسيساتو ته  څيرمه او دچاوديدونکو توکو او داور بلوونکو موادو دزيرمو په سيموکې مظاهرې په بشپړه توګه منع دي
٢_  له ټولو هېوادوالو څخه جدي غوښتنه داده چې يواځې له ټاکلي تګلوري څخه  استفاده وکړي اوله  نورو لارو څخه له استفادې څخه دې ډډه وکړي .
٣_  دمظاهرو  دقانون اتمې مادې له مخې  مظاهرې له لمر خاته مخکې  او له لمر لويدو وروسته  نه شي ترسره کيداي
٤_  ددغه قانون داوومې مادې له مخې  دمظاهرو  اداره کوونکي داساسي قانون او په هېواد کې د نورو نافذو قوانينو دحکمونو په رعايتولو ، داسلام  مقدس دين اومذهبي  ، ملي تاريخي او فرهنګي دودونو په درناوي مکلف دي او  اشخاصو له ښکنځلو  کواښلو او ډارولو او دادابو او دعامه  نظم او امن  پرخلاف له هرراز حرکت څخه دې ډډه وکړي .
  ٥_ دمظاهرو دقانون دنولسمې مادې  له مخې پوليس کولاي شي چې دمظاهره کوونکوله خوا له زور زياتې او تاوتريخوالي څخه دکار  اخستلو  په ورانکارو او ډار اچوونکو عملونو داقدام اويا دتودو وسلو دکشف په صورت کې  دمظاهرو  پاى   اعلام کړي او دمظاهرو  اداره کوونکي او مشران امنيتي ځواکونو ته معرفي کړي .
دافغانستان  خلک  دجرګو او سلامشورو لرغوني فرهنګ لري زموږ سوکالي او خلاصون په ملي تفاهم او له  سوله ئيزو لارو  دستونزو په حل کولو کې دي
دافغانستان داسلامي جمهوريت امنيتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ دجګړې په ډګر کې ددښمن په وړاندې دملي او مدني ارزښتونو  دساتنې لپاره په مبارزې بوخت دي زموږ وروستي  هلې ځلې دخپلو خلکو دامنيت دتامينولو او دباطل پرخلاف   د خپلې روا مبارزې دبرياليتوب لپاره دي
  زموږ دخلکو دښمنان دعامه نظم او امن او دټولنيز نظم دګډوډولو په لټه کې دي
مظاهره دټولوخلکو حق دى خو له خپلو هېوادوالو څخه په درناوي سره غواړوي هيچا ته ددې حق ورنه کړي چې دښمن له دغه فرصت څخه ناوړه استفاده وکړي او دعامه نظم دګډوډولو سبب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته