کابل باختر دليندۍ لومړې نيټه :
دپوليسو يو خبرځاى وايي هغه پيښه چې څو شيبې مخکې دکابل ښار دشپږمې ناحيۍ په مربوطاتو کې په يوه جومات کې رامنځته شوه دځانمرګي بريد زيږنده وه چې د سرزيان يې اړولى دى .
دکابل ښار دپوليسو دشپږمې حوزې آمر جنرال حفيظ الله دباختراژانس خبريال ته وويل چې ځانمرګي يرغلګر ځان دګن شمير خلکو ترمنځ وچاوه چې هغوى د مذهبي مراسمو په پرځاى کولوبوخت وو او پوليسو ته يې مخکې له مخکې خبر نه و ورکړي
ده وويل چې په دې پيښه کې دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى
دپيښې زيات جزئيات وروسته خپريږي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ