اقتصاد

په غورکې يو واټ له پخولو وروسته ګټې اخستنې ته ورسپارل شو

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
په چغچران ښارکې يو واټ له پخولو وروسته په داسې حال کې چې دفوايد عامې وزير او دغور ولايت سيمه ييز مقامات هم حاضر وو؛ ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
د ديارلسو کيلومترو په اوږدوالى او د اتو مترو په سور دغه واټ دچغچران  ښار او نورو ګاونډيو سيمو ته د زرو کورنيو تګ راتګ آسانه کوي .
د فوايد عامې وزيرنجيب الله اوژن د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه واټ دجاپان د دولت له خوا د اتو ملوينو ډالرو په لګښت پوخ شوى دى .
په همدې حال کې د غور والي سيد انور رحمتي ګټې اخستنې ته ددغه واټ د سپارلو په مراسموکې وويل چې د دغه واټ پرانيستل کولاى شي دخلکو په اقتصاد او د ترانسپورتي حالت په ښه والي کې اغيزمن رول ولوبوي.
  د دې په پام کې نيولو سره چې د غور ولايت خلک زياتره په کرکيلې بوخت دي؛ سيمه ئيز مقامات هيله کوي چې ددغه واټ په پخيدو سره په خپل وخت د دوى دکرنيزو محصولاتو له رسيدو سره مرسته وکړي.
د فوايد عامې وزير دغور له خلکو سره ژمنه  وکړه چې په ډير لنډ ممکن فرصت کې به په چغچران ښار او دغور په نورو سيمو کې دڅو کوچنيو او ستر واټونو د جوړولو او پخولو کار پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته