ټولنه

د احمد شفيق بهروزيان مړی هرات ته ولېږدول شو

کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
د احمد شفيق بهروزيان مړی نن په داسې حال کې چې دهرات والي عبدالقيوم رحيمي  هم حاضر و، له هوايي ډګر څخه د هرات ښار ته وليږدول شو .
احمد شفيق بهروزيان د هرات ولايت له مدني او رسانه يي فعالينو څخه و چې د مدني، ټولنيزو او رضاکارانه پراخو فعاليتونو ترڅنګ يوه موده يې دهرات ولايت د وياند په توګه  دنده ترسره کړه او تېره شپه په کابل کې د زړه ددرېدو له امله  وفات شو.
  د هرات والي چې له يوشمېر دولتي مقاماتو سره د هرات هوايي ډګر ته راغلی و، د دغه فرهنګي او ځواکمن اديب شخصيت د مړينې له امله ډاډګيرنه وويله او په دغومراسموکې يې د خلکو د بېلابېلو قشرونو او د رسانه يي فعالينو د پراخ ګډون له امله مننه وکړه .
رحيمي؛ بهروزيان يو ژمن، باحساسه او په رضاکارانه او خير غوښتوونکو فعاليتونوکې ژمن ځوان وباله او د الله( ج ) له دربار څخه يې ارواښاد ته د فردوس جنت هيله وکړه .
ټاکل شوې ده د ارواښاد بهروزيان جنازه سبا د هرات ښار په ستر جامع جومات کې ادا او د پير هرات د آرامګاه ترڅنګ خاورو ته وسپارل شي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته