امنیت

په پروان کې داعش شتون نلري

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٣:
د پروان ولايت امنيتي مقامات وايي چې په دغه ولايت کې داعش شتون نلري .
که څه هم د پروان ولايت په مربوطاتوکې د داعش د شتون په باب آوازې خپرې شوې دي؛ خو د دغه ولايت امنيتي مقامات وايي چې په پروان کې داعش فزيکي شتون نلري، په معمولي توګه د داعش شتون په هغو سيموکې ليدل شوى دى  چې د وسله والو طالبانو د ډلې افراد پکې شته .
د پروان ولايت د غوربنددرې د شينواري او سياه ګرد په ولسواليو او دغه راز  د کوه صافي په ولسوالۍ کې  د دولت زيات شمېر وسله والو مخالفين شته.
د دغې ډلې فعاليت زياتره د غوربند درې  دشينواري اوسياه ګرد په ولسواليو کې شته. خو په غوربند دره کې د عامه نظم او امن د پوليسوقوماندان محمدهارون مبارز وايي چې داعش په غوربندکې فزيکي شتون نلري او دوى  هغه سړى نيولى دى چې  د داعش  په ګټه يې تبليغات کول.
مبارز زياته کړه چې په غوربندکې داعش نه دى ليدل شوى او څه موده مخکې موږ د طالبانو پوځي مسوول ونيوه چې د داعش تبليغاتي پاڼې ورڅخه ترلاسه شوې او دغه شخص اوس په  امنيتي ارګانونوکې تر پوښتنې لاندې دى.
له بلې خوا هم د پروان په ولايتي شورا کې خلکو استازي وايي: که څه هم څو مياشتې مخکې داعش هلې ځلې کولې چې په پروان کې د پښو ايښودلو ځاى پيداکړي، خو امنيتي ځواکونو  د هغوى د فعاليتونو مخه نيولې ده.
د پروان د ولايتي شورا رئيس وايي چې د دغه ولايت خلک د ډار اچوونې ضد مفکوره لري او ډار اچوونکو ته د فعاليت اجازه نه ورکوي.
په همدې حال کې د پروان ولايت امنيتي بنسټونه هم په دغه ولايت کې د داعش شتون ردوي.
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدزمان مموزى وايي: که چيرې په پروان کې د داعش په نامه کومه ډله شتون ولري، هماغه پخواني طالبان دي چې خپل نوم يې بدل کړى دى.
د پروان ولايت امنيتي ځواکونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې د ډاراچوونکو ډلو دهر راز فعاليت مخه نيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته