ورزش

د هرات د ولسواليو د واليبال سياليو دوام وموند

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
د هرات ولايت د ولسواليو د واليبال د جام سياليو پرون په څلورو لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د انجيل ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره د اوبې ټيم ته ماتې ورکړه. د تورغونډى ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د زنده جان پر ټيم بريالى شو؛ د غوريانو ټيم د صفر په وړاندې په دريو سره د ادرسکن ټيم ته ماتې ورکړه او د پښتون زرغون ټيم دګذرې ټيم ته ماتې ورکړه .
په هرات کې د ولسواليو د واليبال د جام په سياليوکې لسو ټيمونو ګډون کړى دى او دغه لوبې د هرې اوونۍ د جمعې په ورځې ترسره کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته