ورزش

د هيواد دکرکټ د نوولس کلنوځوانانوټيم د لاهور د ملي اکاډمى ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردسلواغي دولسمه :
د هيواد دکرکټ د نولس کلنو ځوانانوټيم تېرماښام د لاهور دملي اکاډمى ټيم ته ماتې ورکړه.
د هيواد دکرکټ بورد ويندوى فريدهوتک نن باختر آژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې په لاهور ښارکې وشوه؛ لومړۍ لوبه دهيواد دنولس کلنو ځوانانو ټيم پيل کړه او په پنځلسو اوروکې او دخپلو نهوتنو لوبغاړوپه له لاسه ورکولو سره سيال ټيم ته دوه سوه اته اويا منډې هدف وټاکه چې د لاهور دملي اکاډمى ټيم په اته ويشتو اوروکې او د خپلو ټولولوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يوسلو اووه نوي منډې ترسره کړي او د يو اويا منډو په توپير سره د افغانستان دکرکټ د نوولس کلنو ځوانانو د ټيم په وړاندې ماتې وخوړه.
ددغې لوبې بريالى لوبغاړى شرف الدين اشرف و چې وکولاى شول څلور څلويښت منډې ترسره کړي.
ديادونې وړ ده چې دهيواددکرکټ دنوولس کلنو ځوانانو ټيم د ٢٠١٤ کال دنړيوال جام دسياليولپاره چې د روان کال دسلواغې دمياشتې په يو ويشتمه نيټه په متحده عربي اماراتوکې ترسره کيږي؛ په پاکستان په خپلو تمرينونو بوخت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته