(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ورزش

د افغانستان د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلې په آسيايي سياليو کې د ګډون لپاره چين ته روانې شوې

کابل، د وږي ۲۵مه، باختر

د افغانستان د تکواندو، ووشو او جودو ملي لوبډلو د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس له مولوي احمد الله وثيق سره تر ليدنې او مخې ښې وروسته په آسيايي سياليو کې د ګډون او لوبېدو په موخه د چين هانګ جو ښار ته سفر وکړ.

د چين هېواد په کوربتوب په اسيايي سياليو کې به د تکواندو په پنځو وزنونو کې پنځه ورزشکاران يو روزونکى او پلاوى ګډون وکړي.

په دغو ورزشکارانو کې په ٤٨، ٥٨، ٦٣، ٨٠ او مثبت ٨٠ کيلو وزن کې محسن رضايي، بېژن صدر زاده، حکمت الله زين، اميد سهاک او علي اکبر اميري برخه لري.

همداراز په دغو سياليو کې د ګډون لپاره د جودو ملي لوبډلې دوه ورزشکارانو هم دې هېواد ته روان شول، په دغو ورزشکارانو کې په ٦٠ کيلو وزن کې کمال الدين او په ٩٠ کيلو وزن کې فيصل شامل دي.

د دې ترڅنګ د ووشو ملي لوبډلې هم څلور لوبغاړو د چين سياليو کې د لوبېدو لپاره چين ته روان شول، په دغو ورزشکارانو کې په ٥٦ کيلو وزن کې محمد کريم فقيري، ٦٥ کيلو وزن کې مجيد رسولي، ٧٠ کيلو وزن کې محمد خالد هوتک او په ٧٥ کيلو وزن کې نصرت الله حبيبي شامل دي.

ټاکل شوې د چين هېواد په کوربتوب به آسیايي المپيکي سيالۍ د سپټمبر میاشتې پر ۲۳ مه نېټه پيل شي، چې له افغانستان څخه هم په دې سياليو کې د ۱۷ ورزشي رشتو تر سلو زيات ورزشکاران ګډون کوي.

له افغانستان څخه تر دې مهاله په دې سياليو کې د واليبال تکواندو، ووشو او جودو لوبډلو چين هېواد ته سفر کړى دى.

د معلوماتو له مخې په دغو سياليو کې به د ٤٥ هېوادونو د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکارانو له يو بل سره ولوبيږي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا