امنیت

دازبکستان داسلامي تحريک يوجپګوړي غړى په کندز کې ونيول شو

کابل باختردثور دمياشتي١٢٠ نيټه :

دازبکستان داسلامي تحريک  دتروريستي سازمان يو جګپوړي غړى نن په کندز ولايت کې ونيول شو .

دغه سړى دامام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې دافغان اوناټو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې نيول شوى دى.

ده په کندزولايت کې دتروريستي بريدونو په تيره بيا دسيمه ييزو مقاماتو دوژلو مسووليت په غاړه درلود .

ناټو وايي  دازبکستان دتحريک دغه  غړى دغه راز په کندز کې په سيمه ييزو مقاماتو ديو تروريستي بريد په طرحه کولو بوخت و چې ونيول شو.ددغي خبرپاڼې  دمعلوماتوله مخې ددغو عملياتو په بهيرکې څوتنه نور جګړه ماران هم نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته