فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ( اترا ) له اداري سره دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .

کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دافغانستان دمخابراتي خدمتونو دتنظيم دادارې ( اترا) ترمنځ دهمکارۍ تفاهم ليک نن لاسليک شو .
دغه تفاهم ليک داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باورې او دافغانستان دمخابراتي  خدمتونو دتنظيم دادارې اترا رييس ډاکتر محمد نجيب عزيزي لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغه تفاهم ليک پربنسټ  دافغانستان دمخابراتي  خدمتونو دتنظيم اداره داطلاعاتو او فرهنګ وزارت عامه کتابتون دسلو زرو ډالرو په لګښت په عصري وسايلو سمبالوي .
دغه راز په  ١٣٩٧ مالي کال کې به دغه اداره د ٣٠٠ زرو ډالرو په لګښت  دملي ارشيف سره دتخنيکي وسايلو دبرابرولو او ديجتلي کولو په لاره کې مرسته وکړي .  پوهاند محمد رسول باوري ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دې ته اړتيا لري چې بيلابيلې  څانګې يې ديجتلي  اوکمپيوتري شي.
دغه مسئله داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره دملي ارشيف داثارو دښې ساتنې اوپه عامه کتابتون کې دکتاب دمطالعې  مينه والو ته دښو خدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې مرسته کوي .
دده دڅرګندونوله مخې داکار به دبادغيس ، غور ، روزګان ، پکتيکا ، او دزابل  دولايتونوپه کتابتونو کې هم عملي شي
وروسته دافغانستان دمخابراتي خدمتونو دادارې رييس ډاکتر محمد نجيب عزيزي خبرې وکړې او ويې ويل دغه اداره هوډمنه ده چې په بيلابيلو برخوکې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره همکاري وکړي .
ده زياته کړه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دې پروژې  مشخصې کړي او لګښتونه يې دغه اداره تمويلوي .
ده ټينګار وکړ چې دغه اداره په کليو اوبانډو  ، تعليمي مرکزونو او په دولتي ادارو کې دمخابراتي  خدمتونو دپراختيا په لاره کې هڅه او هاندکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته