کابل باختر د وږې دمياشتې ٢٠ :
په لوګر ولايت کې پرون په واټ کې د ښخ کړلاى شوي ماين د چاودنې له امله دوه کوچني زده کوونکي شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول.
د لوګر ولايت وياند سليم صالح د باختر آژانس خبريال ته وويل :
وسله والو طالبانو د ازرې ولسوالۍ په واټ کې يو ماين ښخ کړى و چې د چاودنې له امله يې دوه تنه زده کوونکي شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د يوه ښوونځي د اتم ټولګي يو زده کوونکي د لوګر ولايت په ازرې ولسوالۍکې چې ښوونځي ته روان و؛ د ناپيژاندو سله والو کسانوله خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ