(PS)خبرونه(PS)اقتصادTOP(PS)(PS)ټولنه

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، د ننګرهار د خوړو او درملو ریاست چارې وارزولې

کابل، د وږي ۲۸مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر نن د ننګرهار د خوړو او درملو ریاست او په دغه ولایت کې د خوړو د کیفیت د کنټرول له لابراتوار څخه لیدنه وکړه.

باختر آژانس ته د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ ډاکټر عبدالباري عمر د دې لیدنې پرمهال، د ننګرهار د خوړو او درملو ریاست د مسئولینو د ستونزو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ، هغوی ته د چارو د ښه والي او لاسمون په موخه اړینې توصیې وکړې.

هغه دغه راز په یاد ولایت کې د خوړو د کیفیت د کنټرول له لابراتوار څخه لیدنه کړې او مسئولینو ته یې اړینې سپارښتنې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د روان مالي کال له پیل څخه تر اوسه، د کابل په ګډون نهو ولایتونو کی د خوړو او درملو ملي ادارې په عملي توګه خپل فعالیت پیل کړی او په نورو ولایتونو کې د افتتاح لړۍ دوام لري.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا