امنیت

کرل شوي کوکنار واړول شول .

کابل باختر د ثور  لسمه :
دقندهار  ولايت دميوندولسوالۍ په مربوطاتو کې په شپږ سوه پنځه ويشت جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول 
دقندهار  دوالي ويندوي دواجان مينه پال دباختراژانس خبريال ته وويل په قندهار ولايت کې دکرل شويوکوکنارو داړولو په پروګرام کې د تيرې يوې اوونۍ په بهير کې په شپږ سوه پنځه ويشت جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.
دپوليسو ديوه خبرځاى  دڅرګندونو له مخې پوليسو دغه پروګرام دخلکو په همکارۍ په برياليتوب سره عملي کړي دي .
خبرځاى زياته کړه چې دپوليسو ځواکونو په ځينو ناامنو ساحوکې هم چاڼيز عمليات ترسره کړل چې دطالبانو تر ګواښ لاندې ساحوکې هم دکرل شويو کوکنارو داړولو لپاره زمينه برابر شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته