
کابل، د کب ۲۴ مه، باختر
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا اتلولۍ جام سیالیو کې د ګډون په موخه پرون تایلنډ ته رسېدلې او ټاکل شوې چې خپله لومړنۍ لوبه سبا دوه نیمې بجې د بحرین پر وړاندې ترسره کړي.
افغانستان د اسيا د اتلولي جام په الف ګروپ کې د کب په ۲۵ له بحرين، د کب په ۲۷ له ټایلنډ او د کب ۲۹ له عربستان سره سيالۍ لري.
د يادونې وړ ده، چې له يادو سياليو څخه به درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته مستقيماً لار ومومي.
صدیقي