سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې کابینې د ښارجوړولو وزارت موظف کړ، چې د زنبق څلورلارې په تروریستي پېښه کې د کابل ښار لېسو او ښوونځیو په ځانګړي ډول اماني او زرغونې لېسو زیانونه تثبیت او مالیې وزارت دې د هغو د تدارک په برخه کې اقدام وکړي.
د عدلیې وزیر د محکمو د محصول قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه. له هر اړخیز بحث وروسته یاد قانون په پرنسیپ کې ومنل شو او د عدلیې او مالیې وزارتونه او د افغانستان د ځمکو اداره موظفه شوه چې د سترې محکمې په همکارۍ د وثیقو او قبالو د پړاونو د بشپړولو څرنګوالي ، په مدني او تجارتي پرېکړوکې چې مالي وجه لري د شخصیه احوالو مالي وجه او د عوایدو د ترلاسه کولو څرنګوالی دې په دريو اوونیو کې بیا وګوري،  په یاد قانون کې دې د بانکي حساب پرانیسته زیاته او دغه قانون دې تصحیح او بشپړ کړي.
وروسته د عدلیې وزیر د اجتماعاتو، اعتصابونو او لاریونونو قانون غونډې ته وړاندې کړ چې له هراړخیز بحث وروسته د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د عدلیې او کورنیو چارو وزیران او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس یې موظف کړل چې د مدنې ټولنې او بشري حقونو کمېسیون د لازمو مشورو له اخیستو وروسته دې یاد قانون په دوو اوونیو کې بیا وګوري او د کابینې نورو غونډو ته دې وړاندې کړي.
د عدلیې وزیر د ګمرکاتو قانون د څلوېښتمې مادې (۹)جز د تعدیل طرحه او پرعایداتو د مالیاتو قانون د ځینو دبرخو د تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې د تائید وړ وګرځېده.
د اجنډا په بله برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د چین هېواد د ګانسوی ایالت په (Dunhuang Mangoa Grotto) موزیم کې د افغانستان د خزانود نندارتون د جوړولودغوښتنې په اړه د هغه وزارت  وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ.
کابینې یاده موضوع په مصئونو او خوندي امنیتي شرایطو تصویب او څرګنده یې کړه، په هغه صورت کې چې ټول هېوادونه د دې تاریخي اثارو د نندارتون غوښتونکي نه وي، خوندي او تحفظي شرایطو کې دې هېواد ته راوړل شي.
وروسته د ښارجوړولو وزیر د ولسوالیو د اداري تیپیک کامپلکسونو د نقشو شپږ طرحې چې د دې وزارت متخصصینو ترتیب کړې وې، غونډې ته وړاندې کړې.
کابینې له هراړخیز بحث وروسته د ښارجوړولو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه او د سیمه‎ ییزو ارګانونوخپلواکه  اداره موظف کړل چې په لومړي ګام کې د ویډیو کنفرانس له لارې د ولسوالیو اړتیاوې معلومې او دغو اړتیاوو ته په پام د څارنوالۍ، قاضیانو او امنیه قوماندانیو لپاره ودانۍ او کارکوونکو لپاره د استوګنې ځایونه او د هېواد د ولسوالیو نقشې دې د ملي سیالۍ له لارې انجنیرانو او محصلینو ته ورکړي.‎ دغه راز د افغانستان د ځمکو اداره موظفه شوه چې کورنیو چارو وزارت سره په ګډه ولسوالیو ته له امنیتي اړخه خوندي ځایونه  پیدا او د ښارجوړولو له وزارت سره دې په همغږۍ خپله مشخصه طرحه د کابینې راتلونکوغونډو ته وړاندې کړي.
د ښار جوړولو وزیر د پولیسو ښارګوټي د اپارتمانونو د ارزونې او د ملي پولیسو منسوبینو او د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته په امتیازي کرایه د ورکولو طرزالعمل چې یاد پلاوي د اسنادو له ارزونې وروسته  ترتیب کړی وو، غونډې ته وړاندې کړ.
کابینې، کورنیو چارو او ښارجوړولو وزارتونه موظف کړل،  ترڅو د موظفې کمېټې په همکارۍ د موثقو اسنادو پر بنسټ، د اپارتمانونو د مستحقو منسوبینو او ټولو اوسېدونکو نوملړ په بېلابېلو کټګوریوکې تثبیت او ترتیب کړي او د ښار جوړولو وزارت د اپارتمانونو د ارزونې او ورکړې طرزالعمل طبقآ تصحیح او د تصمیم نیولو لپاره د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست او تجارتي معین، غونډې ته د ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۳۱ کلونو لپاره په نړیوال سوداګریز سازمان کې دافغانستان د وروسته یو ځای کېدو ( پسا الحاق) ستراتیژۍ مسوده غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې له هراړخیز بحث وروسته یاده ستراتیژي تائید کړه، وزارتونه او دولتي ادارې یې د هغه پر تطبیق مکلفې کړې، همداراز یې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت موطف کړ چې د افغانستان د ژمنو دڅرنګوالي څارنه وکړي د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا غونډې ته د میاشتینیو پایلو په اړه او په ربعوار ډول دې دکابینې غونډو ته راپور ورکړي.
وروسته د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست، غونډې ته د معلولیت لرونکو اشخاصو او د افغانستان د شهیدانو ورثې د ملي ادارې د جوړولو طرح وړاندې کړه.
کابینې، له هراړخیز بحث وروسته یاده طرحه تائید کړه او د حکومت د اجراییه رئیس په مشرۍ یې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمېسیون موظف کړل چې اداري اصلاحاتو او  په ۱۳۹۷ مالي کال کې د هغې د انتقال له پروسې سره یو ځای د یادې ادارې تشکیلاتي جوړښت ترتیب او پړاونه یې بشپړ کړي.
وروسته د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس دولتي متقاضي بنسټونو  ته د ځمکې لېږد  په لاندې ډول غونډې ته وړاندې کړ.
• د ډایکندي ولایت د مرکز د ترانسپورتي ترمینال جوړولو لپار د دولتي ځمکو ۱۴ جريبه موازي انتقال او د زابل مرکز قلات ښار د څلورو خواوو د ترمنیال جوړولو لپاره د دولتي ځمکو ۳۱ جربیه موازي انتقال.
• په بغلان ولایت کې د سوداګرۍ او صنایع وزارت اړوند د اوبلنو ګازو د تاسیساتو جوړولو لپاره د ۳ جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال.
• د ننګرهارولایت تورخم بندر کې د معدني موادو د وزن کولو لپاره او د کانونو  او پترولیم وزارت اړوند د لوړ توناژ ترازو د نصبولو په مقصد د درې جریبه دولتي ځمکې موازي انتقال.
کابینې له هړ اړخیز بحث وروسته ، د ا.ا.ج کابینې د ۱۰/۶/۱۳۹۵ نېټې د ۱۲ ګڼې  مصوبې د ۱۵ فقرې د صراحت مطابق د یادو ځمکو انتقال تائید کړ.
د غونډې په دوام، د افغانستان د ځمکو ادارې رئیس هرات ښاروالۍ ته بې‌ځایه شویو کورنیو ته د کورونو د جوړولو په مقصد د (۲۸۶۹) او د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټي جوړولو لپاره د ۵۰۰ جریبه دولتي ځمکو موازي انتقال په اړه غونډې ته  معلومات ورکړل.
کابینې د ښار جوړولو وزارت او د افغانستان د ځمکو اداره موظف کړل، چې د یادو ښارګوټو د نقشې پړاونه بشپړ کړي او ټولنیز عدالت ته په پام د کډوالو او پوهنې له وزارتونو سره په همغږۍ د هغو د وېش میکانیزم ترتیب او د کابینې نورو غونډو ته وړاندې کړي.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین د نړيوالو معاهدو پنځه مورده غونډه کې مطرح او تایید شول.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته