سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان د شتمنيو کنګل کول له نړيوالو قوانينو سرغړونه ده

کابل، د لېندۍ ٢، باختر

د افغانستان اسعاري زېرمې د افغانستان د خلکو شتمني ده، چې بايد د دغه هېواد د خلکو په واک کې وي او د بې ځايه هدفونو لپاره ونه کارول شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د افغانستان د خلکو د پيسو صندوق د مديره هئيت لومړنۍ غونډه د سويس په ژنيو ښار کې جوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا د افغانستان د خلکو او په دغه هېواد کې د موجود نظام له خوښې پرته؛ چې د افغانستان د خلکو اراده تمثيلوي د افغانستان د کنګل شويو پيسو ۳،۵ ميليارده ډالره د سويس يوه بانک ته لېږدولې چې د امريکايي مقاماتو په تعبير په افغانستان کې  په اړتيا وړ برخو کې وکارول شي.

په ټوله کې د افغانستان د شتمنيو ٧ ميليارده ډالره د امريکا د مرکزي بانک له خوا او د دغو شتمنيو څه د پاسه نورې ٢ ميليارده د نورو نړيوالو بنسټونو له خوا چې مرکز يې په امريکا کې دی کنګل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې مالي زېرمې هغو زېرمو ته ويل کېږي چې د هېوادونو د مرکزي بانک په واک کې وي او د ملي پيسو د ملاتړ په لاره کې په بېړيو حالاتو او مالي بحرانونو کې د دغو بانکونو له لوري د ملي پيسو د نوساناتو د کمولو او خدمتونو ته د لاسري په لاره کې ور څخه استفاده وشي.

امريکا د افغانستان د شتمنيو په کنګل کولو سره د افغانستان خلک يې له خپلو حقوقو څخه بې برخې کړي دي او دا په خپله له بشري حقوقو څخه سرغړونه  او په افغانستان کې د بې وزلۍ د زياتولو په برخه کې يو ګام دى او ان کولاى شو هغه ته د جنايت تعريف ورکړو.

له هغې راهیسې چې د افغانستان د اسعاري شتمنيو زېرمې د امريکا او د نورو نړيوالو بنستونوله خوا کنګل شوې دي افغانستان په بې وزلۍ اخته شوى دى او د افغانستان پر اقتصاد او بانکي سېستم يې ستر ګوزار کړى دى.

د هېواد د بانکونو کار ګډوډ شوى او ستر شرکتونه او پانګه وال په افغانستان کې د بانکي ستونزو په دليل په دغه هېواد کې پانګونه نه کوي.

ستونزه په دې کې ده چې د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د افغانستان نظام د مسوولينو او د دغه هېواد د خلکو له نظر پرته تصميم نيول کېږي او د لګښت لپاره يې پروګرامونه جوړېږي. آن داسې لګښتونه په کې ځاى شوي چې په افغانستان او د دغه هېواد په روانو حالاتو پورې اړه نه لري.

د افغانستان اعتراض په مشخص ډول په همدې برخه کې دى چې بايد د افغانستان اسعاري زېرمې د دغه هېواد د ملي بنسټونو په واک کې ورکړل شي او د لګښت او له هغه څخه د استفادې د پرېکړې څرنګوالی په خلکو پورې تړلی وي. د افغانستان د شتمنيو کنګل کول له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده چې امريکا ترسره کړې ده.

د افغانستان بانک وايي (په سويس کې د يو بنسټ د جوړولو په اړه د امريکا د متحده ايالاتو تصميم او دغه بنسټ ته د افغانستان د اسعاري شتمنيو د يوې برخې  لېږدول او بيځايه هدفونو ته د هغه ځانګړي کول هغه هم د لازمو معيارونو خونديتوب او شفافيت  له په پام کې نيولو پرته او د دغه بانک د اندېښنو پر وړاندې بې پروايي يو ناعادلانه تصميم دى.)

ښه ده چې امريکا د افغانستان د خلکو او د نړيوالې ټولنې غوښتنو ته تمکين وکړي

او د غيرموجه پروګرامونو په جوړولو سره په افغانستان کې بيوزلي او تنکسيا

ترويج نه کړي.

ذ\

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا