سیاست

د آلمان اردوخپل نيمايي پوځي تجهيزات له افغانستان څخه وايستل

برلين باختر دکب څلورمه :
د آلمان اردو له افغانستان څخه د خپلو پوځي تجهيزاتو په ليږدونې سره له دغه هيواد څخه د خپلو پوځي قطعاتو د ايستلو نيمايي پروګرام په برياليتوب سره ترسره کړى دى .
باخترآژانس د آلمان د دويچې ويله د انترنتي سايټ له خولې خبر راکړ:
په افغانستان کې د آلمان د پوځي قرارګاه پلټوونکي مانفريدنيلسن آلماني ورځپاڼې ( ولت ) ته وويل چې د باروړلو دريمه ستره بيړۍ د ترکيې له ترابزون بندر څخه آلمان ته رسيدلې ده.
ده څرګنده کړه چې موږ په دې ترتيب دخپلو يوزرو درې سوه ليږونکو وسايطو څخه څه دپاسه نيمايي آلمان ته ورسول .
نيلسن زياته کړه چې په پوځي وسايلو بار له نږدې څلور زره اته سوه کانتينرونو څخه نيمايي هم اوس بېرته آلمان ته ليږدول شوي دي.
ددغه جګپوړآلماني افسر د څرګندونې له مخې: له آلمان څخه د آلمان د اردو دتجهيزاتودليږدونې کار له پروګرام سره سم پرمخ ځي .
دغه وسايل او تجهيزات لومړى په مزارشريف ښارکې د آلمان د اردو له قرارګاه څخه د الوتکې په واسطه د ترکيې د ترابزون بندري ښار ته او له دغه ځاى څخه د بيړۍ په واسطه  آلمان ته ليږدول کيږي.
په افغانستان کې د ناټومحاربوي ماموريت د روان ميلادي کال په وروستيو وختو کې پاى ته رسيږي .
همدا اوس نږدې دوه زره نهه سوه آلماني سرتيري چې يو وخت شميريې څه دپاسه  پنځو زروتنو ته رسيده؛ په افغانستان کې ديره دي .
د آلمان اردو غواړي چې له ٢٠١٥ ميلادي کال وروسته خپل څه ناڅه اته سوه تنه پوځيان د افغانستان دامنيتي ځواکونو د روزنې لپاره په دغه هيوادکې وساتي خولاتراوسه پورې معلومه نه ده چې دغه شان ماموريت به تصويب او عملي شي او که څنګه ؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته