امنیت

اته وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول

 کابل/ د وږي ۱۱ مه/ باختر
د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د دوو سیمه  ييزو قومندانانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو په شېرزادو ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره نښتې کړې دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښتو کې د دوو سیمه ييزو قوماندانانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په دغو نښتو کې چې په تېرو  ۲۴ ساعتو کې شوې دي افغان ځواکونو ته پکې زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې، افغان ځواکونو د خوږیاڼو او کوز کونړ ولسوالیو کې ۱۳ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته