امنیت

دغزني په اندړو کې دامنيتي ځواکونو عمليات

کابل باختردتلې دمياشتې٢٨نيټه  :
دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ  کې  دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې  ٣٥ تنه تروريستان ووژل شول .
دغه ولسوالۍ درې شپې مخکې  ديوه ځانمرګي بريد ډګر و چې له امله  يې دوه ديرش تنه شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري باخترآژانس ته وويل  له يوې مياشتې را په دې خوا  دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې  تروريستانو دسيمې داستخباراتو په همکارۍ يو لړ مغرضانه فعاليتونه  پيل او تهديدات يې  زيات کړي و  او داندړو ولسوالۍ زيارکښ خلک  له دغه وضعيت څخه  چې دهغوى زامن  ترور کيدل په تنګ شوي وو او هغوي داسې محاربوي عملياتو ته سترګې په لاره وو چې دغې ولسوالۍ ته  بيرته امنيت  راولي
د ٢٠٣  تندر قول اردو پرون  دپوليسو اود ملي امنيت له قطعاتوسره په همغږۍ
کې په دغې ولسوالۍ  کې  په بيړه خپل عمليات پيل کړل  او د٢٤ ساعتو په ترڅ کې يې  دافغانستان دخلکو په ښمنانو ځپنده ګوزارونه وکړل  او په دغې ولسوالۍ کې يې امنيت تامين کړ چې د دغو عملياتو په نتيجه کې ٣٥ تتوتروريستانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ خلکو ددغو عملياتو دترسره کولوله امله خوښي  څرګنده کړه او زموږ له دفاعي اوامنيتي ځواکونوڅخه چې دنوروسيمودپاکولوپه مقصدپه ميړانې اوسرښندنې سره خپلې دندې ترسره کوي قدرداني وکړ ه او په دغه سيمه کې يې له ميشتو ځواکونوڅخه  خوښي  څرګنده کړه .
پاى ذکرالله   .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته