امنیت

په سرپل کې په نويو نښتوکې د وسله والو طالبانو د سر دروند زيان

کابل باختر دزمري  لومړي :
په سرپل ولايت کې د وسله والو طالبانو او پوځيانو ترمنځ نوې نښتوکې جګړه مارو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .
لومړۍ جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د سرپل ښار ته څېرمه د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد وکړ .
  په سرپل ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نورټپيان شول.
ويل کيږي چې په دې جګړه کې  پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . 
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د کوهستاناتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د جګړې په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه هغه وخت ونښته چې وسله والوطالبانو د کوهستاناتو ولسوالۍ په لويه لاره کې د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
د ملي اردو دغه قوماندان وايي چې په دې جګړه کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته